IQNA

  د قرآن ازبک کاتب؛ د ریاض د کتاب د نړیوال نندارتون ځانګړمیلمه

14:46 - October 13, 2025
د خبر لمبر: 3491854
ایکنا - د ازبکستان د قرآن کاتب، حبیب الله صالح، په ۲۰۲۵ کې د ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون کې د یو  سمینار په ترڅ کې  د قرآن کریم په کتابت کې خپلې تجربې د ګډون کوونکو لپاره روښانه کړې.

 ایکنانیوز د سعودي عربستان د رسمي خبرگزاری (واس) له قوله راپور راکړ، د ریاض د کتاب  د ۲۰۲۵کال نړیوال  نندارتون  د "خوشنویسئ هنر: د سنت او  ماډرنایز کولو  ترمینځ اړیکه" په نامې سره د  سمینار له لارې چې د ازبک   خوشنویس او خطاط  حبیب الله صالح لخوا وړاندې شو او د عادل خمیس لخوا اداره شو، د ازبکستان خوشنویسی ته ئې ځانګړې پاملرنه وکړه.

حبیب الله په دې سمینار کې خپلې فني تجربې چې د قرآن کریم  په کتابت باندې تمرکز لري، وڅېړلې، او د عثماني قرآن پخوانۍ نسخې ته ئې اشاره وکړه چې د هغې په خپل لاس  لیکل شوې او په ازبکستان کې د اسلامي تمدن په  مرکز کې ساتل کېږي.

هغه همدارنګه د خپلې تجربې په اجمالي کتنې کې چې په ازبکستان او اسلامي نړۍ کې ئې درلودلې، د ازبکستان خوشنویسئ تاریخ په  دغه هېواد کې د یوې روښانه فني ښکارندې  په توګه وباله.

  د قرآن دغه کاتب وویل: ازبکستان د اسلامي فنونو د  ملاتړ لپاره، د عربي خوشنویسئ ځانګړي نندارتونونه او ورکشاپونه  ترسره کوي او د اسلامي فنونو په چورلیز کې د عربي او نړیوالو مرکزونو سره  دملګرتیا یو شمیر تړونونه ئې هم  لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړه: په ازبکستان لویو ښارونو کې څو  جشنوارې د اسلامي فنونو او عربي-اسلامي خوشنویسی په موضوع سره ترسره شوي دي.

د قرآن  ازبکستاني  خوشنویس په پاي کې د خپلې شخصي تجربې په روښانه کولو کې چې د ازبکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عربي ژبې تعلیم کې ئې درلودلې، وویل: له ازبکستان څخه وروسته، د علم زده کړې او د عربي خوشنویسئ د پیاوړي کولو لپاره، مې څو عربي هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د ریاض د کتاب د ۲۰۲۵کال  نړیوال نندارتون  د اکتوبر له  ۲ (تلې ۱۰) څخه د "ریاض لوستل کوي"  په شعار سره په سعودي عربستان کې د امیره نوره بنت عبدالرحمن پوهنتون کې پیل شوی او   د ۲۰۲۵ کې د اکتوبر په  ۱۱ (تلې ۱۹) پای ته ورسېد.

د سوریې د خطاط   محمد ماهر حاضري، د گلدوزي شوی قرآن په دغه  نندارتون کې  نندارې ته وړاندې شو. دا سوریه وال  خوشنویس، دولس کاله   په ټوکر باندې د قرآن د آیتونو د  گلدوزۍ لپاره لګولي دي او یو خلاقانه اثر یې  پنځولی چې د قرآن د خوشنویسئ ویاړ ئې خپل کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4310230

captcha